امنیت

هغه ماشوم چې د طالبانو پرخلاف جنګيده د طالبانو له خوا ووژل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
هغه ماشوم چې په روزګان ولايت کې د وسله والو طالبانو پرخلاف جنګيده، پرون د طالبانو په بريدکې ووژل شو. دغه پيښه د ترينکوټ ښار د خيرو کاريز په ساحه کې رامنځته شوه .
د روزګان ولايت امنيه قوماندان روغ ليوني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ماشوم د روزګان ولايت د خاص روزګان په ولسوالۍ کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه ماشوم لومړى سخت ټپي شو چې وروسته يې روغتون ته د ليږدونې په لاره کې سا ورکړه .
ويل کيږي دغه څوارلس کلن ماشوم له يوې مودې را په دې خوا د طالبانو پرخلاف جګړه کې فعاله ونډه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته