فرهنګ

کابل د (٢٠٢٤) م کال داسلامي فرهنګ پايتخت کمېسيون دويمه غونډه جوړه شوه

کابل / د غويي ٢٤مه / باختر
کابل د (٢٠٢٤) م کال د اسلامي فرهنګ پايتخت کمېسيون دويمه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ د دغه مناسبت لپاره پر چمتووالي د بحث په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د کمېسيون غړو د دغه کمېسيون دهغې کړنلارې په اړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تدوين کړې ده، خبرې وکړې او د کمېسيون د کار د ښه پرمخ بيولو لپاره، د کمېسيون غړو خپلې نظريې او پيشنهادونه مطرح کړل او ټينګار يې وکړ چې بايد کمېټې جوړې او د کمېسيون غړو ته دې دندې وسپارل شي چې د هغه په چوکاټ کې خپل کارونه او پروګرامونه راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي او وپيتيل شوه چې د دغه کمېيسون غړي د دغې کړنلارې د لاښه بډاينې لپاره خپلې نظريې او پيشنهادونه راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين پوهاند محمد رسول باوري ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې پروګرام، کابل د اسلامي فرهنګ د مرکز په توګه معرفي کوي او زياته يې کړه: موږ بايد وکولاى شو له اړوندو وزارتونو او بنسټونو سره چې په بېلابېلو برخو کې برنامې لري؛ کابل تر ٢٠٢٤ پورې چمتو کړو.
باوري ټينګار وکړ: موږ بايد وکولاى شو د اسلامي فرهنګ د يو ښار په توګه ( کابل ) په ٢٠٢٤ کال کې نړيوالو ته معرفي کړو.
د ٢٠٢٤ کال لپاره کابل د اسلامي فرهنګ پايتخت  په کمېسيون کې ٢١ وزارتونه، خپلواک رياستونه  او اړوند فرهنګي بنسټونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٣ م کال کې د غزني ښار د اسلامي ثقافت د فرهنګي مرکز په توګه معرفي شوى و او اوس کابل  د٢٠٢٤ م کال لپاره د اسلامي  فرهنګ د پايتخت په توګه ايسيسکو سازمان انتخاب کړى دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته