امنیت

په سرپل کې يوه ځوانه ميرمن ووژل شوه

سرپل باختردليندۍ دمياشتې٢٠  نيټه  :
وسله والوطالبانو د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې تېره شپه يوه ځوانه ميرمن ووژله.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ٣٨ کلنه ميرمن د صياد ولسوالۍ د پسته مزار په کلي کې له دولت سره د هغې د کورنۍ د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا ووژل شوه .
ويل کيږي؛ تر اوسه پورې طالبانو د دغې ميرمنې مړى کورنۍ ته يې نه دى سپارلى.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته