امنیت

يوتن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو

کابل باختر د ليندي دولسمه :
په قندهار ولايت کې يو تن پرون  له يوې اندازې نشه يي توکو دقاچاقو په وخت کې ونيول شو .
دغه سړي غوښتل چې اووه پنځوس کيلوګرام اپين دقندهار د ميوند له ولسوالۍ څخه نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي چې د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شو .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل چې په دې اقدام کې اووه پنځوس کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي .
په همدې حال کې د قندهار ولايت امنيتي مسوولين وايي چې نيول شوي سړي د اپينو کڅوړې په مهارت سره په يوه کرولا موټرکې ځاى پرځاى کړي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته