ورزش

د آسیا درې پړاویز اتل د افغانستان ټیم په وړاندې ماتې وخوړه

کابل/ باختر/ دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
د هېواد د فوټسال د ٢٠ کلنو ځوانانو ټیم په یوه دوستانه لوبه کې د جاپان ټیم ته ماتې ورکړه .
د باختر آژانس د خبر له مخې: په دی لوبه کې د هېواد د فوټسال لوبغاړو په پرله پسې ګوزارونو سره وکولای شول څلور ګولونه ترسره کړي چې په پای کې یې د آسیا د فوټسال سیالیو درې پړاويز اتل ته ماتې ورکړي.
په مقابل کې د جاپان د فوټسال ملي ټیم په دویم ډګرکې درې ګولونه ترسره کړل او لوبه یې د درېیو په وړاندې په څلورو سره د افغانستان ټیم ته بايلوده.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته