نړۍ

دايران پرخلاف دنويو بنديزونو پرسر دامريکا دسنا په مجلس کې درز

واشنګټن بي بي سي باختر د سلواغې دمياشتې٣  
دايران دبنديزونو  دزياتوالي له طرحې سره دامريکا دسنا ددوو تنو غړو  دمخالفت په اعلامولو سره  اوس ددغې طرحې  دګوښه کولو احتمال زيات شوى دى.
دواشنګټن پست ورځپاڼې پرون وليکل چې دامريکا دکانګرس دوو تنو مشهورو  سناتورانو پتي مور  او  اليزابط  وارن  اعلام کړى دى  چې له دغې طرحې سره مخالف دي.

ميرمن موري  دامريکا په سنا کې ددموکراتانو له پيژندل شويو څيرو څخه ده  او
په  همدې علت ددې مخالفت کولاى شي  چې ددغې طرحې دملاتړ پرسر  دامريکا
دکانګرس د دموکراتانو ترمنځ د جدي  درز  ښکارندوى وبلل شي .
ميرمن موري په هغه ليک کې چې  په  همدې اړوند يې خپور کړى دى ليکلي دي
زه هم ستاسو په شان دايران  د اټومي پروګرام له امله انديښنه لرم  اوله همدې امله
دژنيو له موافقې څخه خوشحاله شوم  اوباور لرم  چې دغه موافقه او شپږمياشتنې پروګرام مهم ګام دى . اوبايد دولت ته وخت ورکړاى شي  چې   ددغه موافقه ليک  دپرمخ بيولو او اجرا کولو لپاره پرمخ لاړ شي .
دامريکا جمهوررييس  بارک اوباما  تيره اوونۍ  له ايران سره  داټومي خبرو ددوام
له امله  ددفاع په ترڅ کې يوځل بيا  دامريکا له کانګرس څخه غوښتي و چې دايرن پرخلاف  دنويو بنديزونو له لګولو څخه دې ډډه وکړي .
پخوا نهه پنځوسو تنو امريکايي سناتورانو دايران پرخلاف دنويو بنديزونو دطرحي مسوده تدوين کړې وه  او غواړي په احيتاطي ډول هغه تصويب کړي چې له تهران سره  دخبرو د ماتې په صورت کې  دايران پرخلاف سخت بنديزونه  ولګول شي . خواوباما خبر دارى ورکړى و  چې داحتمالي بنديزونو مسوده به ويتوکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته