امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د ليندي څلورمه
دکورنيو چارو وزارت يو اړونده خبرځاى وايي: پنځه تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ساعتوکې  د امنيتي  ګزمې او د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي  ځواکونو د بدخشان، جوزجان، بلخ، ميدان وردګو او دلوګر دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه طالبان ووژل شول، درې تنه ټپيان او درې تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: دملي پوليسو منسوبينوپنځلس ډول ډول ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو په نيت د قندهار، فراه او د تخار د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته