امنیت

طالبانوپه قيصارو بريدوکړ

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢ :
وسله والو طالبانونن سهار د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ د خواجه کنتي د سيمې په امنيتي پوستو بريد وکړ.
د قيصار ولسوال محمدجميل له باخترآژانس سره  د ټلفوني اړيکې په ترڅ کې وويل: دخواجه کنتي د سيمې يوشمېر امنيتي پوستې له هغه وروسته د طالبانو لاسته ورغلې چې هغوى په بشپړتياري سره په دغو پوستو بريدوکړ.
ده زياته کړه: تراوسه پورې درې تنه طالبان وژل شوي اوپنځه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه راز ددغه بريد په بهيرکې درې تنه سيمه ييز پوليسان هم شهيدان شوي او اووه تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دفارياب ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل وايي: له مرکزڅخه کومکي   ځواکونه دغې سيمې ته استول شوي دي، خو ولسوال ددغه خبر په ردولوسره وويل:  هيڅ ځواک تراوسه پورې سيمې ته نه دى راغلى او يواځې په قيصارکې د ملي پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونه په شاخ سيمه کې ځاى پرځاى شوي دي چې دغه سيمه له طالبانوڅخه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته