کابل- باختر د وري شلمه :
په دايکندي ولايت کې پرون د يو ورزشي لوبغالى د جوړولو کار پيل شو .
ويل کيږي چې دغه لوبغالى له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو وزارت له بودجې څخه ديومليونو دوه سوه شلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په نيلي ښارکې د دولس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي
د دايکندي والي قربانعلي ارزګاني باخترآژانس ته وويل چې دا به د ولايتونوپه کچه لومړني ستندرد ورزشي لوبغالى دى چې د جوړولو کار يې په يو کال کې بشپړيږي .
د دايکندي ولايت مرستيال حبيب الله رادمنش په دغه ولايت کې د بيا جوړولو په چارو کې د نه پاملرنې له امله شکايت وکړ او وې ويل چې زما په باور د دايکندي ولايت دافغانستان له ډيرو محرومو سيمو څخه بلل کيږي .
د يادونې وړ ده، کابل، هرات، بلخ او ننګرهار هغه ولايتونه دي چې په څو وروستيو کلونوکې ورزشي لوبغالي پکې جوړيږي .
0 1 دقیقه لوستل