ټولنه

د غازي آباد – آلمار لاره د ترافيکو پرمخ پرانستلې شوه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د کونړ ولايت د غازي آباد – المار مواصلاتي لاره چې د نا امنيو له امله تړل شوې وه؛ پرون د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې بيا پرانستلې شوه .
د کونړ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د غازي آباد- آلمار مواصلاتي لاره چې له دوو مياشتو را په دې خوا د طالبانو له خوا تړل شوې وه؛ بيا پرانستل شوه .
د ده د څرګندونو له مخې: طالبانو هغه وخت دغه لاره د وسايطو د تګ راتګ پرمخ وتړله چې دغه واټ د باران د سخت اورښت او له غره څخه د خاورو او ډبرو د ښويدو له امله تړل شوې ده .
ده زياته کړه: طالبانو له دغې پيښې وروسته دغه لاره وتړله او د دغې لارې په اوږدوکې په غرونوکې د سنګرونو په جوړولو سره له دوو مياشتو راپه دې خوا دغه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه .
د د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه لويه لاره د ګډو امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو له امله پرانستل شوې ده او د هغو جګړو له امله چې په دې لويه لارې کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ شوې دي؛ ٥٥ تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او طالبان وتښتيدل.
ده زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې درې تنه امنيتي ځواکونه هم ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته