کابل باختر د لړم دولسمه :
دمشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارى دکميسيون غونډه نن دمشورتي لويې جرګې د جوړولو دکميسيون د رييس پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دکابل پوليتخنيک کې د جرګو په تالارکې جوړه شوه.
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: له اجنډا سره سم دمشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارى دکميسيون د دارالانشا مرستيال پوهنيار نجيب الله امين دهيواد د پنځو ولايتونو: بغلان، نورستان، غزنى، داکيندي او دکونړ د ولايتونو د کانديدانو لست او دخصوصي پوهنتونونو او دمدني ټولنې دکانديدانو لست په مشورتي لويه جرګه کې دغړيتوب لپاره غونډې ته طرحه کړ چې دکميسيون د غړو له خوا دخبرو اودنظر له څرګندولو وروسته ددغو ولايتونو ، دخصوصي پوهنتونونو اودمدني ټولنې د کانديدانو لست په دې ډول تاييد شو:
له بغلان ولايت څخه ٢٤ تنه، له نورستان څخه ١٠ تنه، له غزنى څخه ٢٧ تنه، له دايکندي څخه ١١ تنه او د کونړ له ولايت څخه ٢١ تنه او د خصوصي پوهنتونونو او له مدني ټولنې څخه څلويښت تنه کانديدان د يو لړ بدلونونو په رامنځته کولو سره د رايو په اتفاق تاييد او د مشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره د تيارى دکميسيون د درالانشا موظف شوچې دغه لستونه دې د غونډې د تذکر له مخې تصحيح او بشپړ کړي او د اړونده طرز العمل دحکمونو په پام کې نيولو سره يې دهيواد جمهور رييس ته وړاندې کړي .
0 1 دقیقه لوستل