فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست له مصري ژورناليست سره وکتل

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  نن له  يوه مصري  ژورناليست سره وکتل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو  سلاکار ډاکتر محب الله ذاکري او په کابل کې دمصر  دسفارت  قونسل  وليد شريف  هم حاضر و ،  مصري ژورناليست  او  د مصر ددستور ورځپاڼې دپروګرامونو مسوول  سوها الشرقاوي  چې  نوې  کابل ته راغلى دى  څرګنده کړه چې عربي هېوادونو او نړي  ته  دافغانستان دواقعيتونو دتصوير دوړاندې کولو په خاطر  دغه هېواد ته سفر کړى دى .
  ده زياته کړه چې عربي هېوادونه  له جګړې او  تاوتريخوالي پرته په افغانستان کې  په بيلابيلو برخو کې په پرمختياو او دنظام  په لاسته راوړنو خبر نه دى.
دغه راز پوهاند باوري  مصري ژورناليست ته څرګنده کړه هغه څه چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په واک کې دي ،  له ده سره  له همکارۍ څخه  ډډه نه کوي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته