نړۍ

دجنوبي سوډان په جګړه کې اوربند ټينګ شو

دروسيي غږ باختر د سلواغي څلورمه :
دجنوبي سوډان دولت او ددغه هيوادياغيانو له پنځو اوونيو نښتو وروسته پرون د اوربندموافقه ليک لاسليک کړ.
په دغو نښتوکې څه دپاسه زر تنه وژل شوي او څه ناڅه نيم مليونه تنه نور بې ځايه شوي دي .
د سالواکي ير استازي، جمهور رييس او د ده د پخواني مرستيال سلاکار ريک او د ياغيانو مشر د ايتوپيا په پايتخت اديس آبابا کې راټول شوي دي چې اور بند ټينګ کړي.
له هغه وروسته چې د ختيځې افريقا د هيوادونو او د نړۍ د نورو هيوادونو ډلو او نړيوالو مقاماتو هلې ځلې وکړې چې دواړه لوري سولې ته راوبولي.
د دغې موضوع په وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو په ګډون د بېلابېلو هيوادونو لومړني غبرګونونه له هرکلي سره يوځاى وې.
  سپينې ماڼۍ د دواړو لوروترمنځ اوربند دتاوتريخوالي دپاى ته رسولو او هميشني  سولي ته د رسيدو لپاره لومړى ګام بللى دى.
د سولې  د لړځند والي له امله انديښنه هغه موضوع ده چې دمرکچي لورو په برخه کې هم بيان شوې ده.
د سولې په خبروکې د دولت استازي ويلي دي: موږ په دې باب چې د اوربند عملي کول به آسان وي؛ خوش باوره نه يو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته