امنیت

په لغمان کې د چاودنې له امله پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٤ :
پنځه تنه ملکي وګړي په لغمان ولايت کې د چاودنې له امله  ټپيان شول.
په دغو ملکي وګړو نن داليشنګ ولسوالۍ په بازارکې د ماين چاودنه وشوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغه ماين ښخولومسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دغه راز په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې يو تن ملکي وګړى په لغمان ولايت کې د چاودنې له امله ووژل شو .
په دې پيښه کې چې پرون ناوخته رامنځته شوه، دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته