کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢٧ :
د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريد د امنيتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شو او درې تنه وسله وال طالبان ووژل شو.
د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل : وسله والو طالبانو د نوبهار ولسوالۍ د بانو د ساحې په مربوطاتو کې دپوليسو په امنيتي پوستو د بريد نيت درلود ؛چې دپوليسو له مقاومت سره مخامخ شول او دغه بريد په شا وتمبول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دې متقابل بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نور يې تيښتې ته اړ شول.
ده زياته کړه ؛ چې دطالبانودبريدله په شاتمبولو وروسته يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 1 دقیقه لوستل