سیاست

پوهاند عبدالسلام عظيمي په کابل کې داندونيزيا له سفير سره وکتل .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي نن  له غرمې مخکې دخپل کار په دفتر کې په کابل کې د اندونيزيا جمهوريت له سفير سره وکتل .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې قاضي القضات ددواړو ورونو اومسلمانو هيوادونوترمنځ ددوستانه او تاريخي اړيکو اومناسباتو په باب چې دآسيا په ګډ کور کې ژوند کوي خبرې وکړې اووروسته يې دافغانستان دقضايي نظام جوړښت او دقانونيت په ټينګښت او دعدالت په تامينولو کې دهغه رول بيان کړ، او دقضاييه قوې  داوسنيو کاري برياليتوبونو اوستونزو اودملي لومړيتوب لرونکو پروګرامونو په بيانولو سره يې زياته کړه چې په وروستۍ لسيزه کې دقضايه قوې نړيوالو اړيکو اومناسباتو ځانګړي  دريځ غوره کړى دى او دنړۍ دهيوادونو له زياترو قضايي نظامونوسره مطلوبې او اغيزمنې اړيکې ټينګې شوي دي او هيله ده چې داندونيزيا له قضايه قوې سره هم متقابل مناسبات پياوړي شي او دروزنيزو او مشاهداتي پروګرامونوله لارې دقضايي تجربو دتبادلې امکان برابر شي .
په مقابل کې  داندونيزيا سفير هم علاقه مندي وښودله چې ددواړو دولتونو ترمنځ ښې قضايي اړيکې ټينګې شي اوزياته يې کړه چې داندونيزيا هيواد دسفير په توګه خپله دنده بولى چې دخپل  متبوع هيوادله مقاماتو سره په اړيکه کې ددغو مناسباتو لازم امکانات اوزمينې برابرې کړي .
ديادونې وړ ده چې په دې کتنه کې دسترې محکمې غړى ډاکتر عبدالملک کاموي او دقضاييه قوې دادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم برخه لرله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته