کابل باختر دچنګاښ دريمه
د روان 1391 لمریز کال د چنګاښ دمیاشتې په (۲) نیټه د ورځې د یوې بجې پرشاوخوا، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالې د ساروان قلعه پر کلې د نړیوالو ائتلافي ځواکونو د بمبارې له امله د لمړنیو رپوټونو له مخې یو شمیر ملکي هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوري ریاست د دې ویرجنې پیښې له امله خپله ژوره خواشینې څرګندوی او د پیښې د هر اړخیزي څیړنې لپاره، د جمهوری ریاست دسلاکار ښاغلي رحمت الله راشدی په مشري د لاندینې پلاوې ټاکنه منظوروم.
- د چارو ادارې د لوى رياست او د وزيرانو شورا د دارالانشا استازې برید جنرال سید منور سادات د غړي په توګه.
- د ملی دفاع وزارت استازې، برید جنرال داد الله د غړي په توګه.
- د کورنیو چارو وزارت استازی، مل پاسوال محمد صدیق شینواري، د غړي په توګه.
- د ملي امنیت د لوی ریاست استازې، ډګروال عبدالجمیل د غړي په توګه.
- د لوي څارنوالی د ادارې استازی، ډګروال شمس الحق د غړی په توګه.
- د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازې، عبدالمتین اقرار د غړي په توګه.
هئیت ته دنده سپارل کیږي چې د جمهوري ریاست د خواخوږی او غمشریکۍ مراتب ویرجنو کورنیو ته ورسوي، د سیمې د محلي ادارې د چارواکو، د ولایتي شورا له غړو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او مشرانو سره په ګډه خپلې څیړنې تر سره، د پیښې عوامل تشخیص، او د خپلو کړنو بشپړ رپوټ ژر تر ژره د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.
د هلمند ولایت دولتی چارواکې دی د هیئت ځانی مصونیت تأمین او د دوی د کار لپاره دی پوره آسانتیاوی برابری کړي.
ملي دفاع وزارت دي د هیئت د تګ او راتګ په هکله د هوا له لارې اقدام وکړي.