امنیت

درې تنه انسان تښتوونکې ونيول شول او يو اووه کلن ماشوم وژغورل شول

کابل باختر دلړم شلمه
  دکابل له جنايي جرمونو سره دمبارزي  موظفينو يو اووه کلن ماشوم  دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره او په دې اړوند يې دانسان تښتوونې درې تنه طراحان  ونيول .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دکابل د١٠١ اسمايي زون دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس جنرال محمد ظاهر ظاهر  نن په يوه خبري غونډه کې وويل انسان تښتوونکو اووه کلن ماشوم  محمد ايمل دروان کال دتلي دمياشتي په ١٥ نيټه دکابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو کې کله چې ښوونځي ته روان و ، وتښتاوه او لومړۍ يې ايمل پغمان ته او وروسته يې  کاپيسا ته وليږداوه .
دده دڅرګندونو له مخې تښتول شويو کسانو دايمل له کورنۍ څخه يو مليون ډالره غوښتي وو .
ده دغه راز وويل چې دکابل دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي موظفينو په کار لاس پوري کړ او په پاى کې يې انسان تښتوونکې ونيول .
ده دپوليسو دکړنو په باب په جزئياتو سره  معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې پوليسو ددغې پيښې په اړوند ددغې تښتونې دطرحه کولو په تور نيولي دي او دوي په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړي دي او پوليس دانسان تښتوونکو دنيولو په لټه کې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته