ټولنه

په بدخشان کې دغونډيو ښوئيدنه

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دسيمې اوسيدونکي وايي چې دبدخشان ولايت په زيباک ولسوالۍ کې ځينو غونډيو درز کړي دي او دغه مسله ددې سبب شوې ده چې يوسلو دري وريشت کورنۍ له خپلو کورونو څخه ووځي.

په همدې حال کې په بدخشان کې دآغاخان په انکشافي مرکز پورې اړوند فوکس ددفتر مسوول ډاکتررهين راشد باخترا ژانس ته وويل  چې دزيباک ولسوالۍ دغاريب دکلي شاخوا غونډۍ   ددرز کيدو او ښوئيدنې په حال کې دى چې له دې امله  هغه اوبه چې رواني شوي دي   داستوګنې کورونو ته يې لاره موندلې ده.

ده زياته کړه   چې دفوکس ددفتر له خوا داستول شويو ټيمونو دڅيړنې له مخې، په غاريب کلي کې  يوسلو دري ويشت کورنۍ  ژوند کوي .

راشد وويل  چې ددغې ادارې کارکوونکو تراوسه پورې څلويښت کورنۍ  له دغو کورونو څخه امنيت ساحي ته ليږدولي دي اوپه هغوى يې خيمې  اويوه اندازه دکور وسايل ويشلي دي .

 دده دڅرګندونوله مخې، ددغه کلي  نور اوسيدونکي دکډې کولو په حال  کې دي اوڅرنګه چې دغونډۍ ښوئيدنه  په کرارکرار ډول  دوام لري تراوسه پورې يې دسرزيان  نه دى اړولى .

دغاريب کلي دزيباک ولسوالۍ دمرکز په شل کيلومتري واټن کې موقعيت لري او په همدې حال کې دبدخشان والي  ډاکتر شاه ولي الله اديب وايي  چې په دغه کلي سربيره  ددغه ولايت په بيلابيلو ساحو کې داوو نورو کليو  شاخواخواغونډۍ دښوئيدنې په  حال کې دي او دسيمې اوسيدونکي ګواښوي.

ده وويل   چې تر ګواښ لاندې ساحو اوسيدونکي به ګاونډيو سيمو ته وليږدول شي .

دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې ادارې  رييس ثناوالله اميري  دغاريب په کلي کې  دبي  ځايه شويو کورنيو اودهغو کسانوپه  اړوند  چې دغونډيو ترښوئيدنې لاندې نورو سيمو کې دي وويل   چې ددغې ادارې  دبودجې په لګښت ځمکه پيرودل کيږي او د کورونو دجوړولو په مقصد په هغوى ويشل  کيږي .

 دبدخشان والي وايي په تيرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت  کې دواوري ښوئيدنې له امله  ٥٨٨   کورونه يو څه ويجاړشوي و ، ١٧٦ کورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي   ١٥٩  تنه وژل شوي او ١٤٤تنه نور ټپيان شوي دي .

دغه راز درې زره شپږسوه څلور شپيته څاروي له منځه تللي او په لسګونو پلونه او پلگوټي   او درې سوه پنځوس جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته