نړۍ

د غزې په تړانګې داسرائيلو دهوايي بريدونوله امله څوارلس تنه وژل شوي دي

 دغزې ښار فرانسپرس   باختردچنګاښ دمياشتې ١٩:
دغزې تړانګې  په  جنوب او مرکز  د اسرائيلو دبريدونو  په  دريمه ورځ  نن  داوو تنو ماشومانو په ګډون  څوارلس تنه ووژل شول.
تراوسه پورې  دجګړې  د دريو ورځو په بهېرکې  د٦٤ تنو  د وژل کيدو او د ٥٥٠تنو  دټپي کيدو خبرورکړ شوى دى .
باخترآژانس  دفرانسپرس له  خولې  خبر راکړ :   په دې بريدونو کې  دخان يونس
ښار ته څيرمه   په يوې قهوه خانې  بريد شوى دى  چې له امله يې شپږتنه وژل شوي 
او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي .
بل  بريد د غزې ښار په مرکز کې  دنصرت دمهاجرينو دکمپ په يوه کور وشو  چې 
دکور  خاوند ووژل شو او څو تنه نور ټپيان شول.
نور بريدونه هم   دخان يونس  په ښارکې په  دوو کورونو  شوي دي  چې له امله يې
درې ښځې او څلور تنه ماشومان ووژل شول.
نن سهار وختي د غزې په تړانګې  په لسګونو بريدونه ترسره شول  چې له ٢٠١٢ ميلادي کال څخه  په غزه کې  دا ډيره سخته  جګړه وه .
پرون هم  نهه ويشت تنه فلسطينيان او دسه شنبې په ورځ يو ويشت تنه فلسطينيان
ووژل شول  چې دتلفاتو شميريې ٦٤ تنو ته رسيږي.   په قربانيانو کې څه ناڅه لس ښځې او  اتلس  ماشومان شامل دي.
ديوبل خبرله مخې : دملګروملتو دسازمان سرمنشي  بان کي مون   خبر دارى ورکړى دى  چې  د غزې  حالت  بحراني ټکي ته  رسيدلى دى  او کولاى  شي په
چټکۍ سره له کنترول څخه ووځي . بان کي مون وويل   چې سيمه   ديوې بلې جګړه زغم نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته