امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر دليندى  شپږ ويشتمه :
شپږ تنه ډار اچوونکي په قندهار ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نويو جګړو کې  ووژل شول .
دغه جګړې تيره شپه دقندهار ولايت دارغنداب او دخاکريز دولسواليو په ځينو سيمو کې رامنځته شوې .
دهېواد په جنوب کې داتل قول اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  ده وويل دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و چې پرې بريد وشو .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته