کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٦ :
په ننګرهار ولايت کې دوه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په وخت کې ونيول شول.
دغه دوه تنه په دوو جلاجلاپيښوکې د ٦٣ کيلوګرامو چرسو او اپينو دقاچاقو په وخت کې د ملي امنيت دموظفينوله خوا ونيول شول.
يوه تن غوښتل نشه يي توکي دخوږياڼيو له ولسوالۍ څخه تورخم ته وليږدوي چې ونيول شو اويو تن بل يې د در بابا ولسوالۍ له مربوطاتو څخه دنشه يي توکو دليږدونې په وخت کې ونيول شو.
دننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل چې نيول شويو کسانو نشه يي توکي په ماهرانه ډول په سراچه موټرونو کې ځاى پرځاى کړي وو.
ده وويل : له دغو دوو تنو څخه ٦٣ کيلوګرامه چرس او اپين ترلاسه شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل