امنیت

د بې درکه شويو سرتيرو دخلاصون په خاطر دځانګړو عملياتو پيل .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
دبى درکه شويو سرتيرو دخلاصون په خاطر دهيواد دامنيتي او دفاعيي ځواکونو ځانګړى عمليات دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې پيل شوي دي .
دهلمند دوالى وياند عمر ځواک دباختر آژانس خبريال ويلى دي يو شمير امنيتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره له سختې جګړې وروسته دمهماتو له کمښت سره مخامخ شول او اوس يوه امنه سيمې ته يې پناه وړې وه او پټ شوي دي .
په همدې حال کې دهلمند ولايت دمدنى ټولنې رييس سردار محمد همدردويلې دى چې دملي پوليسو او دملي اردو په ګډون څه ناڅه څلويښت تنه سرتيري له هغه وروسته چې دهغوى مهمات خلاص شول او کمکي ځواکونه هم په خپل وخت ونه رسيدل طالبانو ته تسليم شوي دي .
دغه راز دهلمند دولايتي شورا د دفاعي کميسيون رييس بشير شاکر وويل: که څه هم دتسليم شويو سرتيرو دقيق شمير معلوم نه دى د دې امکان شته چې دغه سرتيرى طالبانو ته تسليم شوي وي .
دهلمند دوالي وياند عمرځواک وايي ددغه ولايت سيمه ييز مقامات له پرله پسې هلوځلو سره بريالي شول چې له يو شمير بې درکه شويو سرتيرو سره اړيکه ونيسي.
ځواک دجزيياتو له ورکولو څخه ډ ده وکړه او ويې ويل دبې درکه شوي سرتيرو له جملى څخه پنځه تنه يې وژل شوي اولس تنه نوريې ټپيان شوي دي .
دهلمند دوالي وياند ويلي دي چې دنورو بې درکه شوي سرتيرو دموندلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
ده طالبانو ته ددغو سرتيرو تسليميدل رد کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته