کابل باختر دزمري د مياشتې ١٠ :
د رسانه يي قوانينو د تسويدکميټې د خصوصي ټوليزو رسنيو د جوړولو او فعاليت د څرنګوالي د مقررې د تعديل طرحه بشپړه کړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې :
د رسانه يي قوانينو د تسويد د کميټې په دې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو دمعينې او د دغې کميټې د رئيسې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ جوړه شوه؛ د خصوصي ټوليزو رسنيو د جوړولو او فعاليت د څرنګوالي د مقررې په باره کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت، د خبريالانو فدراسيون او د افغانستان د ژورناليستانو د تعديلونو طرحه وڅيړل شوه او تعديلي موارد د رايو په اتفاق بشپړ شول.
په دې غونډه کې د خبريالانو او ژورناليستانو فدراسيون، د رسنيو د مدافع (نى) او د خبريالانو د مصوونيت د کميټې استازو ګډون کړى و.
0 1 دقیقه لوستل