اقتصاد

دچابهار بندر دافغانستان دتجارت دودې لپاره يو ښه فرصت

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٦ :
د هند په بمبي ښار کې دافغانستان د سرقنسول دڅرګندونوله مخې  ؛ دچابهاربندر له هند او نورو هېوادونو سره د افغانستان  دتجارت دپراختيا لپاره يو  بې سارى فرصت پيدا کوي.
د ايران د دولتي آژانس دخبرله مخې  ؛ محمدامان امين  پرون  په ممبي ښار کې  د اقتصاد  وزارت  دکارکوونکو د لنډمهال روزنيزې دورې د پرانستلو ترڅنګ   وويل :  افغاني شرکتونه هم  بايد له هند او د سيمې له نورو هېوادونو سره  ځان د تجارتي راکړې ورکړې دپراختيا لپاره چمتو کړي.
ده زياته کړه د ترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې  دچابهار بندر به  تر راتلوونکي يوې مياشتې پورې ګټې اخيستنې ته و سپارل شي .
د چابهار بندر  درې اړخيزه  ترانزيتي موافقه ليک د روان کال د غبرګولي په مياشت کې  دافغانستان  دجمهوررئيس محمد اشرف غني ، دايران جمهور رئيس حسن روحاني او دهندصدراعظم نارندرامودي  په وړاندې  د دغو دريو هېوادونو د ترانسپورت د وزيرانو  له  خوا لاسليک شو.
هنددچابهارله بند څخه په استفادې سره  دايران په  جنوب ختيځ کې دسيستان  اوبلوچستان په  ولايتونو  کې کولاى شي  دځمکې له  لارې  پاکستان ته  له اړتيا پرته  افغانستان ته لاسبري پيدا کړي .
دکارپوهانو د څرګندونوله مخې له  چابهار بندرڅخه استفاده  کولاى شي  
مرکزي آسيا، قفقاز او روسيې ته  د هندي مالونو  د ليږدونې په وخت  او بيه             کې له دريو څخه  يوې ته  ټيټه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته