سیاست

دبهرنيو چارو وزير دفلسطين په باب داسلامي همکاريو دسازمان په پنځمه فوق العاده غونډه کې وينا وکړه.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير نن د اندونيزيا په پايتخت جاګارتا کې قدس شريف دقضيې په باب داسلامي همکاريو دسازمان دمشرانو په پنځمه فوق العاده غونډه کې ګډون وکړ.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په خپلې وينا کې دفلسطين دخلکو له برحقه روا داعيې سره دافغانستان هميشنى ملاتړ ته په اشارې سره څرګنده کړه : چې داسلامي همکاريو په سازمان کې دفلسطين دخلکو د رواحقوقو دکميټې دمرستيال په توګه دافغانستان هميشنۍ ملاتړ دفلسطين دقضيې او دهغو دخلکو د روا حقوقو دغوښتنې د ارزښت ښکارندوى دى .
ده دفلسطين دقضيې په نيول شويو ځمکو کې دښارګوټو دجوړولو منفي نتيجو ته په اشارې سره وويل دفلسطينيانو دکورونو او بنسټونو ويجاړول، په نيول شويو سيمو کې د ښارګوټو دجوړولو دوام ،دقدس شريف ديهودي کولو په لاره کې دسيستماتيکو هلوځلو په ګډون دمحدوديتونو او خنډونو رامنځته کول.
دمستقيمو خبرو دپيل لرليد او د محور نتيجه يې د دواړو لورو ترمنځ کمزورى کړي دى
ښاغلى رباني زياته کړه چې د ١٩٦٧ م کال دپخوانيو پولو دوړانديز له مخې د دواړو دولتونو ترمنځ دحل دلارې پر بنسټ د فلسطين دخپلواک دولت جوړول دفلسطين دمسئلې دهر اړخيزې او دايمي عادلانه حل لپاره ډاډمنه لاره ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته