امنیت

په لغمان کې د څلورو تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

 مهترلام باختر د مرغومې ۲۴ مه
ګډو افغان ځواکونو د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په بېلابېلو  سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه عملیات پرون د ملي اردو په مشرۍ د الیشنګ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پيل شوي چې د هوايي ځواک ملاتړ هم له ځانه سره لري.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د باختر اژانس د سیمه یېز  خبریال سره په خبرو کې ویلي چې یاد عملیات د وسله والو د ځپلو او د جمهوري رياست او  ولایتي شوراګانو  ټاکنو ته د زمینې دبرابرولو په موخه پیل شوي دي
په ورته وخت کې  د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوولین وايي چې تر اوسه پورې په پیل شویو عملیاتو کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپيان شوي او  زیاتې سیمې هم  د وسله والو له  شتون څخه پاکې شوې دي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته