سیاست

د کابل پروسې غونډې د مشرتابه بیانیه

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٨ مه
د سولې او امنیتي همکاریو په اړه د کابل پروسې غونډې د مشرتابه بیانیه
د۱۳۹۶ لمریز کال د غبرګولي په شپاړلسمه نېټه، افغان حکومت د ٢٦ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون د سولې او امنیتي همکاریو په اړه د کابل پروسې د لومړۍ ناستې کوربه ¬توب په غاړه درلود. دوی په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پر ګواښ، له دغه ګواښ سره د مقابلې او همدا راز د سولې او امنیت په هغو ننګونو بحث وکړ چې پر افغانستان او سیمه اغیزه لري. د غونډې مشر، دغه غونډه په لاندنې ډول خلاصه کړه:
۱ . دا غونډه، په کابل کې له تروریستي وحشي برید څخه وروسته چې له امله یې په سلګونو تنه ملکي افغانان شهیدان او ټپیان شول، ترسره شوه. دا غونډه د افغان ولس او حکومت لپاره د ترهګرۍ په وړاندې د دوى په جګړه او سولې ته د رسیدو هلو ځلو او ارمان لپاره د پیوستون او یو والي قوي پیغام دی. ټولو ګډونوالو د تاوتریخوالي ډک دغه ناوړه عمل او د ترهګرۍ ټول ډولونه چې په افغانستان کې د سولې لرلید کمزوری کوي، په کلکه غندي.
۲ . یو با ثباته افغانستان د با ثباته سیمې د رامنځته کیدو لامل ګرځي. دغه موخې ته یواځې او یواځې د افغان حکومت په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت د سیاسي پروسې له لارې، د ګاونډیو او نړیوالو همکارانو په پوره ملاتړ سره په هغه ډول چې له حزب اسلامي سره د سولې وروستی بریالی هوکړه ¬لیک کې ورته اشاره شوې، رسیدلی شو.
۳ . ګډونوالو، ټولو وسله ¬والو ډلو ته غږ وکړ چې د اوربند هوکړه وکړي او ډير ژر له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.
۴ . د سیمې هېوادونه به د هغو اشخاصو یا ډلو په وړاندې متحده تګلاره غوره کړي چې له سیاسي بهیر سره له یوځای کېدو انکار کوي او په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د فعالیت لپاره لاره آواروي. په دې سربیره، ګډونوال د افغانستان له ولس څخه د دفاع او له ټولو ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې چې نړیواله ټولنه زیانمنوي، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له ټولو هلو ځلو ملاتړ کوي.
۵ . ګډونوالو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ګټورې هلې ځلې او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات رامنځ ته کول د دولتونو ترمنځ د رښتینې همکارۍ او سیمه ییز میکانیزم له لارې شوني دی.
۶ . لکه څرنګه چې د ترهګرۍ په وړاندې د ملګرو ملتو په نړیوالې ستراتیژۍ کې له ترهګرۍ څخه د مخنیوي او مبارزې د اقدام په توګه یادونه شوې، ټینګار وشو چې دولتونه باید "د ترهګریزو فعالیتونو د تنظیمولو، هڅولو، آسانتیاوو برابرولو، مالي ملاتړ او هڅولو څخه ډده وکړي او د دې لپاره مناسب عملي ګامونه اوچت کړي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې زموږ له اړوند قلمروڅخه د تروریستي تأسیساتو، روزنیزو کمپونو، او د نورو دولتونو یا خپلو اتباعو له خوا د تروریستي کړنو لپاره د چمتو والي او سازمان ورکولو د مرکزونو په توګه نه کارول کېږي.
۷ . ترهګري او افراطیت، پر عامه بشریت برید دی. له تاوتریخوالي ډکو افراط¬پالو، ترهګرو او د هغو خلکو له امله چې د دوی ملاتړ کوي، ډېری وګړو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ. په داسې حال کې چې ځينې هېوادونه د دغه ګواښ له امله د سترو انساني تاوانونو شاهدان دي، خو بیا هم دغه ګواښ په مستقیم ډول، د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته زیان رسوي او په افغانستان کې د سولې لرلید ننګوي. د ترهګرۍ ګواښ او د تروریستانو د زیربناوو له منځه ¬وړلو او دوی ته د دولتونو، د جرمي شبکو او افرادو له خوا د مالي او تکتیکي ملاتړ د مخنیوې لپاره د سیمې ټولو هېوادونو ګډو او همغږو هلو ځلو ته اړتیا ده.
۸ . لکه څرنګه چې په غونډه کې د افغانستان د جمهور رييس له خوا وویل شول، ګډونوال د افغان حکومت په رهبرۍ، د افغانانو په مالکیت او قیادت، د سولې پروسې په برخه کې د افغانستان له لید او نظر څخه په کلکه ملاتړ کوي. د یوې ملې سولې پروسې د بنسټ په توګه دغه لید د برابرۍ، پلورالیزم او د ټولو اړخونو د ګډون پر اصولو ټینګار کوي. دغه موخې ته د رسېدلو لپاره د باور جوړونې او ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د توافق وړ یو تعریف ¬شوي سیمه¬ ييز او نړیوال میکانیزم تر چتر لاندې، مثبتې سیمه ¬ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا ده چې د دولتونو ترمنځ په رغنیزو اړیکو ولاړه وي. دا کار به وکولای شي چې د سولې د رامنځه کولو لپاره د ګډو هلو ځلو فضا رامنځته کړي.
۹ . که څه هم د ښکېلو اړخونو له خوا له بېلابېلو ډلو سره د سولې په موخه جلا هلې ځلې ګټورې ثابتېدای شي، خو بریا ته یواځې او یواځې د افغان حکومت تر څار لاندې د متحدو او همغږو هلو ځلو له لارې رسیدلی شو.
۱۰ . لکه څرنګه چې اجرائیه رئیس، ډاکټرعبدالله عبدالله څرګنده کړه، د یو باثباته افغانستان درلودل له هغه افغانستان څخه چې د جنګ په حال کې وي، ډېر ارزښتناک دی، دا ډول ثبات په ټوله سیمه کې د وګړو ترمنځ د نږدې اړیکو د رامنځته کولو لامل ګرځي او ټرانسپورټ، انرژۍ، اقتصاد او د سوداګرۍ پرمختګ ته لاره اواروي، سوکالي زیږوي او د سیمې وګرو لپاره ټولنیز، کلتوري او سیاسي پیوستون ته وده ورکوي.
۱۱ . دا افغان ټول شموله پروسه به د داسې یوې ټولنې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې له نورو اړوندو افغاني نوښتونو سره به د سولې، امنیت او د سیمې نښلونې په برخه کې ګټور ثابت شي. موږ په افغانستان کې سولې او ثبات ته د ودې ورکولو په برخه کې له روانو نړیوالو هلو ځلو ستاینه کوو. همدا راز وپتیل شوه چې له دې غونډې څخه ترلاسه شویو نظریاتو او وړاندیزونو د تعقیب په موخه په راتلوونکې کې غونډه وکړي او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره قوي ګامونه اوچت کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته