امنیت

د دووکورنيو ترمنځ جګړه کې درې تنه ووژل شول

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢ :
د بادغيس ولايت په آبکمري ولسوالۍ کې پرون د دوو کورنيو ترمنځ د ځکمې د ويش پر سر د شخړې له امله درې تنه ووژل شول.
د بادغيس ولايت د آبکمري ولسوال محمدعظيم د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د دغې ولسوالۍ د خواجه کمــــري په کلي کــې د عصمت الله او د ملا بسم الله د کورنيو ترمنځ رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې: له يو کال را په دې خوا د دغو دووکورنيو ترمنځ د ځمکې د ويش پر سر دعوا روانه وه چې په پاى کې د دوى ترمنځ د وسله والې نښتې سبب شوه.
ده وويل چې د دغې نښتې له امله د يوې کورنۍ دوه تنه  او د بلې کورنۍ يو تن وژل شوي دي .
څيړنې ښيي چې دغو دووکورنيو غير قانوني وسلې لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته