امنیت

د شرقي او منځنۍ آسيا لپاره د ناټو ځواکونو عمومي قومندان د هلمند له والي او امنيتي مسولينو سره وکتل

لښکر ګاه باختر د غبرګولي د مياشتې ۱۳ مه
د شرقي او منځنۍ آسيا لپاره د ناټود ځواکونو عمومي قومندان جنرال ولټرز د پوليسو په ۵۰۵ بُست زون کې د هلمند له والي او نظامي مسولينو سره امنيتي غونډه ترسره کړه.
دهلمند والي حيات الله حيات ده ته تر ښه راغلاست وروسته ددې‌ ولايت پرعمومې امنيتي وضعيت هر اړخيزه رڼا واچوله.
ده  وويل: د هلمند جګړه څو مهم اړخونه لري چې ستراتيژيک موقعيت، د نشه يي توکو کاروبار، سیمه ییز استخبارات، پراخې اوبه او کانونه يې له  ځينو بېلګو څخه يادولای شو.
حیات وويل، ولسونه د امنيت تامین ته سخت تږي دي او په دې برخه کې له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره کلک همکار دي.
د شرقي او منځنۍ آسيا لپاره د ناټود ځواکونو عمومي قومندان جنرال ولټرز وويل، چې هلمند  ته د سفر موخه يې د عمومي وضعيت ارزول او د افغان ځواکونو د ستونزو معلومول دي.
هغه وويل د امریکا متحده ایالات د امنيتي تړون له مخې له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې ژمن دي.
ده ډاډ څرګند کړ چې د هلمند ځايي چارواکو د وړانديزونو او غوښتنو په اړه به لازم تدبیرونه او تصميمونه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته