ټولنه

په زابل کې د خبريالانو د خونديتوب په موخه پیل شوی ورکشاپ پای ته ورسید

قلات باختر د لړم د میاشتې ۳ مه
په زابل ولایت کې د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې په نوښت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هڅو پيل شوی درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد.
د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس عبدالرزاق بشر د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وویل چې دغه ورکشاپ د خبريالانو د لا مسلکي کولو په موخه جوړ شوی وو، چې شاوخوا اتلسو ژورنالیستانو په کې برخه لرله .
بشر زیاته کړه چې د ورته ورکشاپونو په مټ به وکولای شوچې، د خبريالانو هغه ستونزې تر يوهاندازې راکمې کړو له کومو سره چې دوی په ورځني ژوند کې مخامخ کېږي. پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته