امنیت

روسيه يوه اندازه سپکې وسلې دافغانستان په واک کې ورکوي.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٥
دافغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړى استازى ويلى دى دغه هيواد په پام کې لري يوه اندازه سپکې وسلې دافغانستان دامنيتي ځواکونو په واک کې ورکړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې، دافغانستان په چاروکې د رويسيې ځانګړى استازي ضميرکابلوف ټينګار کړى دى چې موږ دکورنيو چارو دوزارت له لارې لس زره دى کى – ٤٧ ډوله وسلو دليږلو تصميم نيولى دى . ټاکل شوې ده دغه وسلې د روان کال په لومړيو کې افغانستان ته ورسيږي او افغانستان ته د روسيې له خوا د سپکو وسلو په ليږدولو سره به ددغه هيواد دحالت له عادى کولو سره مرسته وکړي .
کابلوف افغانستان ته دجنګي الوتکو ورکولو ته اشاره کړې ده او ويلي يې دي چې اوس روسي بنسټونه دافغانستان په ځينو وړانديزونو کارکوي خو افغانستان ته د روسي هليکوپترو دتجهيزاتو دليږدولو په باب خبرې دوام لري.
دغه روسيى مقام ټينګار کړى دى چې روسيه ديوې پاليسۍ داجراکولو په حال کې دى چې دهغې له مخې غواړي له افغانستان سره هر اړخيزې همکاري ولري چې په افغانستان کې دسولې له ټينګښت ،خپلواکۍ ،ثبات او دنشه يي توکو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو له وتلو او د هيواد په ځينو سيمو کې دنا امنيو له پراختيا وروسته امريکا او ناتو او له افغانستان سره يو شمير مرسته کوونکو هيوادونو تصميم ونيوه چې دافغانستان امنيتي ځواکونه او په تيره بيا دهيواد له هوايي ځواکونو سره مرسته وکړي چې له دې جملې څخه هند څلور جنګي هليکوپترونه دافغانستان دهوايي ځواکونو په واک کې ورکړل چې له ډار اچوونکو ډلو سره دمبارزې په خاطر مرسته وکړي او امريکا هم ژمنه کړې ده څه ناڅه شل جنګي الوتکې به دافغانستان دهوايي ځواکونو په واک کې ورکړي.
دملي دفاع وزارت دمسوولينو دڅرګندونو له مخې، ټاکل شوې ده نن دامريکا له خوا څلور جنګي الوتکې افغانستان ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته