امنیت

په ننګرهار کې ١٧ کيلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
په ننګرهار کې یو کس له اولس کيلو ګرامه نشه يي توکو سره يوځاى نيول  شوى دى.
نیول شوي سړي اوولس کیلو ګرامه هیروېین په یو موټر کې ځای پرځای کړي وو او پلان یې درلود چې د جلال اباد ـ تورخم د لوی لارې په تګلوري کې يې د مارکو بازار ته ولېږدوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې امنیتي مامورانو د نشه یی توکو دغه انډي د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او تر لاسه کړل .
نیول شوي سړي په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې د نشه یی تو کو د قاچاقو د لېږدونې په څو موردو اعتراف کړی دی.
سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته