امنیت

په جوزجان کې درې ښځې د طالبانو له خوا په متروکو وډبولې شوې

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : 
وسله والو طالبانو د جوزجان ولايت د قوش تيپې ولسوالۍ د ليلي دښتي په چارساى کلي کې په متروکو وډبولي.
دغه ښځې له محرم پرته له کورڅخه د وتلو او په مبايل کې د خبرو په تور مجازاتې شوې.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرسمونوال کمال الدين باورباختر آژانس
ته وويل چې دغه ښځې په دې سيمه کې په عام محضرکې په متروکو ووهلې شوې او د طالبانو له خوا هغوى ته خبر دارى ورکړى شو چې له نورمحرم پرته له کوره ونه وځي .
باور زياته کړه: څنګه چې دغه پېښه د طالبانو تر ادارې لاندې ساحه کې شوې ده، پوځيانو ونه کړاى شول مخه يې ونه نيسي.
د امنيت آمر دغه پېښه يو بشري ضد او له انساني کرامت څخه لرې اقدام وباله او ويې ويل چې دا کار په هيڅ منطق کې نه ځاييږي چې يوه ښځه د محکمې له حکم او د جرم له تثبيت پرته په عام محضرکې مجازات شي .
په همدې حال کې د قوش تيپې ولسوالۍ اوسيدونکي له حکومت څخه غواړي چې د حلکو د تامنيت په تامينولو کې دې جدي اقدام وکړي.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته