امنیت

په روزګان کې ١٨طالبان ووژل شول

– دترينکوټ ښار / د مرغومي ٤مه / باختر :
اتلس وسله وال طالبان  په روزګان کې دپوځيانو په عملياتو کې ووژل شول .                         په دغو وسله والو طالبانو په تېرو٤٨ ساعتو کې دروزګان مرکز  دترينکوټ ښار شمالي لويديځ  کې ددوى په پټنځايونو برېدونه وشول.
دهېواد په  جنوب کې  داتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ويلي دي  چې د دوو شپو او ورځو عملياتو له پيل څخه  تراوسه ددغې ډلې ددريو سرګروپانو په ګډون  ١٨وسله وال طالبان ووژل شول  .
هغه وويل: پوځيانو له هوا او ځمکې څخه  دطالبانو په پټنځايونو برېدونه وکړل او دوسله والو طالبانو شپږ پټنځايونه له ټولو جنکي وسايلو سره يې دړې وړې کړل.
ديوبل خبرله مخې ؛  دروزګان پوليسو په دغه ولايت کې له  ګڼ مېشتو لارو څخه د١٣ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته