اقتصاد

دسرپل دښاروالۍ عوايد زيات شوي دي .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
دسرپل دښاروالۍ عوايد په روان کال کې  زياتوالي موندلى دى .
دسرپل دښاروالۍ مسوولان وايي چې دتيرمالي  کال په پرتله  ددغې ادارې عوايد زيات  شوي دي
دسرپل ښاروال شاه جهان الحق زي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې ادارې عوايدپه تيرکال کې  اوولس مليونه افغانۍ وو خو سږ کال  وکولاى شول ددغه ولايت له عايداتي  سرچينو څخه څه دپاسه دوه څلويښت مليونه افغانۍ ترلاسه کړي .  چې دارقم  په سلو  څه دپاسه سل زياتوالي ښيي .
ده زياته کړه چې دغه هوايد يې دسرپل ولايت په ښار کې په ټولګټو  پروژو لګولي دي چې ددريو پروژو کاربشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي او په دوو پروژو کار  روان دى .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته