نړۍ

په قزاقستان کې دتروريزم دتبليغ په تور ديوې ښځې نيول کيدل

کابل باختر د زمري  اتمه :
دقزاقستان  مقامات وايي چې  يوه ښځه دزاير انوفسکي په ختيځ ښار کې دنړيوال تروريزم دتبليغ په تور ونيول شوه .
دقزاقستان ملي امنيت نن ديوې ښځې چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى دنيولو خبر ورکړ او ويې ويل چې دغې ښځې دسيمې اوسيدونکي له نړيوالو تروريستي ډلو سره دپيوستون لپاره استخدامول .
  تراوسه پورې دتروريستي ډلو دنومونوپه باب  هم څه نه دي ويل شوي .
دمقاماتو دڅرګندونو له مخې، له دغې ښځې  څخه له افراطي  نړيوالو ډلو سره دپيوستون لپاره  په ډول ډول مطالبو سره کتابونه ، ويديوګانې او تبليغي صوتي مواد ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته