امنیت

ددوو ځوانانو مړي ترلاسه شول .

٤٧-کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  پوليسوددووتنوځوانانومړي  نن دسمنګانو ولايت په مربوطاتوکې ترلاسه کړل .

  دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان محمد خليل  اندرابي باختر اژانس ته وويل :دوه تنه ځوانان چې دحضرت سلطان ولسوالۍ د تاي خونک دکلي اصلي اوسيدونکي  دي څه موده مخکې دوسله والو کسانو له خوا وژل شوي وو .

 دده دڅرګندونوله مخې،  مړي يې دسمنګانو دمرکز په اړوندو سيموکې  اچول شوي وو .

 دده د څرګندونو له مخې، دغه دوه تنه ځوانان دناپيژندل شويو کسانو  له خوا په ناوړه  توګه  وژل شوي او مړي يې نن دپوليسو لاس ته ورغلل  خو ددوى خپلوانو تراوسه پورې په  چا ادعا نه ده کړي اوپيښه تر څيړنې لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته