کابل باختر د سلواغې اوومه :
د هرات ولايت په بېلابېلو سيموکې د يولړ ترافيکي پيښو له امله يوتن ووژل شو او شل تنه نور ټپيان شول .
د هرات ولايت يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې دغې پيښې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د هرات ولايت په ځينوسيموکې رامنځته شوې دي.
له بله پلوه د هرات د مرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي وويل چې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د بېلابېلو ترافيکي پيښو له امله يوتن وژل شوى دى او شل تنه نور ټپيان شوي دي.
شيرزي وويل: ټپيان همدا اوس تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ