امنیت

څلور وسله وال غله په کابل کې ونيول شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر
پوليسو د کابل ښار په اوومه ناحيه کې څلور وسله وال غله ونيول.
د کورنيو چارو وزارت وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کابل د اوومې امنيتي حوزې په ميرشکار ساحه کې د پوليسو په ګزمه کې څلور وسله وال غله له يو کرولا ډوله موټر، يوې تومانچې، ٩ موبايلونو او له يوه اندازه پيسو او سرو زرو سره چې په سناتوريم ساحه کې يې غلا کړي وو، ونيول شول.
ختم- شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته