روغتیا

دشهر آرا تدريسي روغتون د ولادي عاجلوڅارنو دعملي کار ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر  دوري ديارلسمه :
د عامې روغتيا وزير ډاکترفيروز الدين فيروز او د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند نن  د شهر آرا  د تدريسي روغتون د ولادي اساسي عاجلو څارنو د عملي کار  ودانۍ ګتې اخستني ته وسپارله .
دغه ودانۍ  د عامې روغتيا وزارت په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت په تفاهم د نړۍ د روغتيايي سازمان په مالي مرسته د کابل طبي پوهنتون محصلانو ته د ولادي اساسي عاجلو څارنو د روزنيزو کورسونو او عملي کارونو د جوړولوپه مقصد ترميم او ګټې اخستنې ته وسپارل  شوه .
د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز د دغه مرکز پرانستل د ميندو او ماشومانو د مړينې دکچې دکمښت په لاره کې يو مثبت ګام وباله او ويې ويل چې د عامې روغتيا وزارت هوډمن دى چې تر ٢٠٢٠م کال پورې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه په سلوکې ديرش ټيټه کړي او دغه کار د ډاکترانو، روغتيا پالنو او د نورو روغتيايي مسلکي کارکوونکو د پوهې د کچې او مهارتونو د لوړولو په لاره کې له مسوولو بنسټونو سره د زياتې همغږۍ غوښتنه کوي .
ده دغه راز د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او ښه والي په لاره کې د لوړو زده کړو وزارت رول مهم وباله او ويې ويل: سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت له تشکيلاتي او اداري پلوه توپير لري؛ خو مشترک هدفونه لري او د روغتيايي خدمتونو کيفيت د تدريس د کيفيت  ښکارندوى دى، په هره اندازه چې د تدريس کيفيت ښه شي؛ په هماغه اندازه د روغتيايي خدمتونو کيفيت هم ښه کيږي .
دغه وزارت د سالمې ټولنې او سالمو افرادو د لرلو لپاره مهم رول لري او کولى شي  د عامې روغتيا له وزارت سره دخلکو د روغتيا د تامينولو په لاره کې  مرسته وکړي .
  دغه راز د لوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې مومند د دغه مرکز د پرانستلو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د لوړو زده کړو وزارت د يوه کليدي وزارت په توګه  د باکيفيته تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولو مسووليت په غاړه لري چې د دغه مسووليت په پوهيدو سره  هلې ځلې کوي د روغتيا برخې ترڅنګ  په نورو برخوکې هم  د عملي کارونو زمينه برابره کړي . 
د عامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې د لوړو زده کړو وزارت او د کابل د طبي پوهنتون له مشرتابه هيئت سره په تفاهم کې د ١٣٩٦ کال له پيل څخه  د طب محصلانو ته د ولادي او د نويو زيږيدلو ماشومانو د عاجلو څارنو روزنيز کورسونه د شهر آرا په تدريسي روغتون کې د ميندو او ماشومانو د څارنې د علمي او عملي  لارو چارو د زده کړې په مقصد ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته