سیاست

دافغانستان او پاکستان دعالمانو غونډه جوريږي

کابل – باختر دسلواغى نهه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زى نن په يوه خبري غونډه کې دروان کال دکب دمياشتې په دويمه نيما يي کې په کابل کې دپاکستان او دافغانستان دديني عالمانو وګړني غونډي دجوړولو خبرورکړ.
دباختر اژانس دخبرله مخې دافغانستان اسلامي جمهوريت دځان مرګو او بمي بريدونو دمخنيوي لپاره چې دمخالفينو له خوا عملي کېږي د دواړو هيوادونو دعالمانو دغونډي دجوړولو غوښتنه طرحه کړه چې دځان مرګو بريدونو په باب فتوا صادره کړي.
اوس دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي چې دغه غونډه دروان کال دکب دمياشتې په دويمه نيمايي کې په کابل کې جوړيږي موسى زي له پاکستان سره داوږدمهالو همکاريو دتړون دلاس ليک په باب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانستان له پاکستان سره دنږدې اړيکو دلرلو غوښتنه کوي خو د دواړو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو دسند لاس ليک کول د دواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو په باب دعملي پرمختګ غوښتنه کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته