امنیت

دپوځيانو په نويو بريدونوکې ٢٦ تنه داعشيان وژل شوي دي

کابل باختر د غويي دمياشتې ٦ نيټه  :
شپږويشت تنه داعشيان دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونو کې ووژل شول .
په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په دغو  نويو بريدونوکې  شپږويشت تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل:  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  د اچين ، روداتو ، هسکې مينې         او دکوټ   دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې،   په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې  له منځه وړل شوي دي . 
ديوبل خبرله مخې ؛پوځيانو په ننګرهارولايت کې دوسله والوطالبانوديو            لړچاودنوطرحه ناکامه کې ده  .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  پوځيانو نن سهار دننګرهار ولايت                    له  ګن ميشتو لارو څخه  څلور ماينونه کشف او شنډکړل ،ددغو ماينونو                    د ښخولوپه تور څوک نه دي نيول شوي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې  پوځيانو په ننګرهار ولايت کې  دوسلو اومهماتوديوې  ډيپو  په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغې ډيپو څڅه   چې دجلال آباد ښار ته څيرمه  ساتل کيده  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
سيمه ييز مقامات وايي   چې داعشيانو ددغې ډيپو له وسايلو څخه  په خپلو           ډار اچوونکو بريدونوکې  استفاده  کوله .           
  پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته