ټولنه

د اسلام د مبين دين او د نړيوالو قوانينو له نظره د ښځو د حقوقو په باب يو کنفرانس په کار پيل وکړ

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ٢٩:

د اسلام او د نړيوالو قوانينوله نظره د ښځې د حقوقو او د ښځې پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو د قوانينو د تطبيق د دريم رپوټ د وړاندې کولو کنفرانس نن په کابل کې په کار پيل وکړ.

په دې کنفرانس کې چې د ښځو د چارو وزارت له خوا او د جي اس پي د دفتر په همکارۍ جوړ شوى دى او درې ورځې دوام کوي، د اسلام د مبين دين او د نړيوالو قوانينو له نظره د ښځې د حقوقو په باب خبرې کيږي .

د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :

د کنفرانس د کار د پرانستلو په غونډه کې د ښځو د چارو وزارت معينې فوزيې حبيبي خبرې وکړې او ويې ويل چې داسلام مبين دين  په افرادو هيڅ  راز ظلم او بې عدالتي نه  مني او دغه شان  پديدې يې نا روا بللې  دي.

دې   د اسلام له نظره  دښځې  حقوق بيان کړل او څرګنده يې کړه  چې د اسلام له مبين دين مخکې  ښځې د ژوندانه حق نه درلود  ، داقتصادي او  ټولنيز مالکيت  حق نه درلود  او په ټوليزه توګه  د يوه انسان په  توګه طرحه نه  وه . خو داسلام دمقدس دين  له ظهور وروسته  ښځو ته   د ژوندانه  حق ورکړى شو او دښځې او  نارينه په برابرۍ  ټينګار وشو  او په  کلي توګه   رنګ ، نژاد ، قوم او نورو ملحوظاتو  داسلام دمبين دين له نظره نه شواى کولاى دانسان ترمنځ توپير رامنځته کړي.

دښځو دچارو وزارت معينې دغه راز  د هېواد   داسلامي قانون له نظره  له نارينه سره دښځې دحقوقو  برابري هم بيان کړه.

په دې غونډه کې  دبشر دحقوقو   کميشنرې   او دښځې پرخلاف د تاوتريخوالي دبندولو دعالي کميسيون غړې  ثرياصبحرنګ هم خبرې وکړې  او په افغانستان کې   تاوتريخوالى يې  په ټولنه کې  يو نه منل شوى او دايمې  کاروباله او ويې ويل  چې له بده مرغه لا تراوسه پورې هم ښځې او نجونې  په صحرايي محکمو کې سنګساريږي .

ثرياصبحرنګ څرګنده  کړه ؛ هغه ماشومان چې په خپلو کورنيو کې دتاوتريخوالي شاهدان دي  روح او روان يې   زيانمن کيږي  او هغوى به هم   له تاوتريخوالي ډک راتلوونکى ولري.

دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دعالي کميسيون غړې  ډاکترې ناجيې طارق 

داړونده کميسيون دلارې پرسر دپرتو  خنډونو  اودغه رازدبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې داسلام  مبين دين  دښځې درناوى کوي  او ښځې ته  ځانګړى ارزښت ورکوي .

په دې غونډه کې د جي  اس  پي  استازي  او  دپوهنې وزارت   معين  ډاکتراسدالله محقق  هم  دښځې دحقوقو په باب خبرې وکړې.

د کنفرانس په ننني کار کې دلوى څارنوالۍ دتاوتريخوالي دبندولو رئيسې  قدسيې نيازۍ ، مل پاسوالۍ حکمت شاهي ، دکورنۍ محکمې رئيسې قاضۍ رحيمې  دبرخه والو پوښتنوته ځواب ووايه  او  دتاوتريخوالي دبندولو دتطبيق دريم  رپوټ دښځو دچارو وزارت دحقوقي سلاکارې له خوا  حاضرينوته وړاندې شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته