کابل باختر د غبرګولي پنځه ويشتمه
داسيا دزړه دهيوادونو کنفرانس نن دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په وينا سره په کابل کې په کارپيل وکړ .
دباختر اژانس دخبر له مخې دغه کنفرانس دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت په کوربه توب ديوې ورځې لپاره جوړ شوي دي چې دڅه دپاسه څلويښتو هيوادونو او دملګروملتودسازمان استازو او د ګاونډيو او دسيمې دهيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو پکي ګډون کړي دي .
په دې کنفرانس کې له تروريزم او له طبيعي پيښو سره دمبارزې ، ښوونې او روزنې ، فرهنګي همکاريو ، دسوداګرۍ دپرمختيا، اقتصادي همکاريو ، دسيمې دبنسټونو په جوړولوکې دهمکاري او له نشه يي توکو سره دمبارزې په ګډون د اوو مشخصو موضوعګانو په باب خبرې کيږي .
ټاکل شوې ده ددغه کنفرانس په پاى کې دافغانستان او ترکيې دبهرنيو چارو وزيران په يو ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخلي او ددغه کنفرانس نتيجي خبريالانو ته بيان کړي .
ددغه کنفرانس جزئيات وروسته خپريږي .