سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان د وضعيت په اړه د م. م. د امنيت شورا د اعلاميې په تړاو د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پداسې حال کې چې د افغانستان د بانکدارۍ او مالي سیستم بیا رغول او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کوي او دا یې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره یو مهم ګام بولي، د امريکا پر متحدو ايالاتو يو وار بيا غږ کوي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني پرته له کوم قيد او شرط څخه آزاده او هر ډول اقتصادي محدوديتونو لري کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت همداراز د افغان ښځو د حقوقو په اړه د امنيت شورا په اعلاميې کې ذکر شوې اندېښنې له واقعيته لرې بولي او د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي.
څرنګه چې د افغانستان خلک اکثریت مسلمانان دي، د افغانستان حکومت د اسلامي حجاب رعایت د ټولنې له دیني او کلتوري ارزښتونو او د اکثرو افغان میرمنو د آرمانونو سره سم ګڼي او ټینګار کوي چې پر افغان ولس د اسلامي ټولنې د مذهبي او کلتوري عقیدې سره په مخالفت کې هیڅ هم نه دي تحمیل شوي.
د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د ولسونو دیني ازادۍ ته درناوي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري، په ورته وخت کې د نړۍ له هېوادونو څخه توقع لري چې د افغاني ټولنې له عيني واقعیتونو په سم درک سره، د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي او د ځینو رسنیو د مغرضو او تخریبوونکو راپورونو او د اسلامي امارت د مخالیفینو د تبلیغاتو پر بنسټ قضاوت ونکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته