کابل باختر د ثور د مياشتې ١٧ :
د بګرام په هوايي ډګر په راکټي بريدکې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
تېره شپه د بګرام د هوايي ډګر په ختيځې برخې د وسله والو طالبانو له خوا راکټي بريد وشو.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه توغول شوى توغندى د بګرام په هوايي ډګر نه بلکې د دغه ډګر په ختيځه برخه کې د استوګنې په يوه کور ولګيد چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه توغندى د بګرام د هوايي ډګرپه ختيځ کې د استوګنې په يوه کورلګيدلى چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د دغه توغندي د توغولو دڅرنګوالي په باب څيړنې پيل شوې دي.
د بګرام د هوايي ډګر په يوه برخه کې امريکايي پوځيان ميشت دي.
دغــه ډګر په څو وروستيو کلونوکې د زياتو راکټي بريدونو ډ ګر دى .
0 1 دقیقه لوستل