امنیت

درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .

کابل باختر د  مرغومي پنځلسمه :
دکونړ ولايت په مربوطاتو کې پرون دوسله  والې نښتې له امله درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول اويوشمير نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دغه جګړه  دکونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو  ددويمې پلې لوا دمنسوبانو او دډار اچوونکو ترمنځ ونښته چې ددفاعي او امنيتي ځواکونو دځپنده  ګوزارونو له امله درې تنه ډار اچوونکي  ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز ددغې نښتې په بهير کې  دوسايطو ضد دوه ماينونه کشف او وروسته د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې پلې لوا دماين پاکولو دټيم له خوا  وچول شول .  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته