امنیت

په هلمند کې په افغان پوځيانو د امريکايي ځواکونو د بمباريو په باب دڅيړنو پيل

لښکرګاه باختر دچنګاښ دمياشتې  ٣١ :
په هلمند ولايت کې په افغان پوځيانو د امريکايي ځواکونو د مرګانيو بمباريو د څرنګوالي په باره کې څيړنې پيل شوې دي.
تېره شپه د پوليسو په اتلسو تنو مامورينو په داسې ځاى کې چې د هلمند ولايت په
ګرشک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وو، د امريکايي پوځيانو له خوا بريدونه وشول او ووژل شول.
په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو يوه قوماندان د دغې پيښې له امله خپګان څرګند کړ او  ويې ويل چې د افغان پوځيانو په ملاتړ غوښتل د طالبانو په   سنګرونو بريدونه وکړي .
ده وويل چې د ناتو د پوځيانو له بمباريوڅخه نيم ساعت مخکې، ساحه د طالبانو په لاس کې وه او دوى په دې فکرکې و چې ياغيان لا تر اوسه پورې پکې دي، په دغو هوايي بريدونو يې لاس پورې کړ.
د ناتو دغه قوماندان وايي چې په دغو بمباريوکې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون  اتلس تنه افغان پوليسان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياندعمرځواک په افغان پوليسو د دغو مرګانيو بمباريو د څرنګوالي په باب د څيړنو د پيل خبر ورکړ.
خو ده وويل چې په دغو بمباريوکې شپاړلس پوليسان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
په افغان پوځيانو د بهرنيو ځواکونو مرګاني او په ښکاره د تېروتنې بريدونه تل له تندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
دا ځلې هم افغانانو، سياسي  کړيو، ټولنو او حکومتي مقاماتو د دغو بريدونو په نسبت تند غبرګونونه وښودل او په دې برخه کې يې د بې طرفو څيړنو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې عاملان يې بايد تر قانوني څارنې لاندې ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته