سیاست

د ملي امنیت سلاکار د کوټ د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرسته وکړه

 کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ننګرهار ولایت ته د چهار شنبې په ورځ د خپل سفر په ترڅ کې د کوټ ولسوالۍ د وروستۍ پیښې له امله د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرسته وکړه.
دملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د اکرامیې د دويشلو په مراسمو کې د ملي امنیت سلاکار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش دتروریستي ډلې پر وړاندې د کوټ د ولسونو مبارزه او قهرماني وستایله او ویې ویل چې د کوټ د خلکو شهادت او رشادت به د سیمې او نړۍ په کچه د وحشت او تروریزم پر وړاندې د پراخې انساني مبارزې د رامنځته کیدو سبب شي. د ملي امنیت سلاکار وویل چې په منځني ختیځ کې د داعش ځپلو دوه نیم کاله وخت ونیو او لا هم له بده مرغه هلته د دوی ګواښ موجود دی خو کوټوالو په دوولسو ساعتونو کې داعش مات کړ. د ملي امنیت سلاکار همدارنګه زیاته کړه چې د داعش پر وړاندې د کوټ مبارزو خلکو د هر شهید د وارثانو د ژوند اسانتیا ، د ټپیانو د درملنې او د ویجاړو شویو کورونو د رغونې لپاره دولت پر پراخ پروګرام کار کوي او په دې اړه د ننګرهار ولایتي ادارې ته لازمې لارښونې صادرې شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته